اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د ك??رنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د سعودي عرب د ك??رنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداود ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو ، پاك سعودی اړيكو ته ودې وركولو، د پیرا مل??ري ځواكونو ، پولیس پلاويو په تبادلو او د شريكي تربيې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه،دواړو هېوادونو ترمينځه د بنديوانو تبادلې په لوظنامه عملدرآمد ته هم سلاح يوه شوه۔د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید احمد المالکی هم موجود ؤ ۔د ك??رنيو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام آباد او ریاض د ورونړو ښارونو ګرځولو تجويز وركړو كوم سره چې د سعودي وزیر اتفاق وكړو۔ملاقات كښې پريكړه وشوه چې په دې لړ كښې به نور ضروري اقدامات کولې شي۔ ملاقات كښې د پاکستان څخه د چړ كوونكو /سوالګرو سعودي عرب ته د لېږونكې مافیا په ضد په كاروائۍ هم خبرې وشوې۔د ك??رنيو چارو وزیر ووئيل د 4300 چړ كوونك نامې په اي سي ایل كښې شاملې كړې شوي۔ده ووئيل سعودي عرب ته د تلونكو خيرمارو په ضد به زيرو ټالرنس پالیسی خپلولې شي،د داسې مافیا په ضد په ټول هېواد كښې كوټلې کریك ډاؤن كولې شي۔دې خبري ته اتفاق وكړے شو چې سعودي عرب كښې 419 پاکستاني بنديوان هېواد ته راستنولو له به قانونی کارروائي زر تر زره بشپړولې شي۔د ك??رنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل سعودي عرب زمونږ ورور اسلامي هېواد دے، دوه اړخيزه مرستي ته ودې وركولو لپاره به هر ممكن مرسته كولې شي۔ده ووئيل د سعودي وګړو لپاره پاکستان ته په راتللو د ويزې كوم بنديز نشته،كله چې هم وغواړي راتللے شي۔د ك??رنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي د سعودي عرب ولی عهد محمد بن سلمان وژن 2030 وستائېلو۔ده ووئيل موجوده قیادت كښې به سعودي عرب تر 2030 معاشي ، سماجي او اقتصادي څانګو كښې په نړۍ كښې يو لويې مقام ترلاسه كړي۔د سعودی عرب د ك??رنيو چارو نائب وزیر ووئيل پاکستان سره نزدې اړيكې لرو كومو ته چې لا وده وركول غواړو دغسې د پیرا مل??ري ځواكونو او پولیس ش??يكو تبادلو او شريكي تربيې لپاره چمتو يو۔د ك??رنيو چارو ایډیشنل سیکرټري ،د ك??رنيو چارو سپشل سیکرټري ، کمانډنټ فرنټیئر کانسټیبلري ، د اسلام آباد چیف کمشنر ، د اسلام آباد پولیس آئي جي او د اسلام آباد ډپټی کمشنر هم په دې موقع موجود وو۔
Nguồn bài viết : Cược thể thao